Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 3:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 ”نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، په خپل مقدس غر صيون کښې اوسېږم. يروشلم به مقدس وى، او د پردى وطن لښکر به بيا هيڅکله هغه فتح نۀ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 3:17
29 Iomraidhean Croise  

کومو مشرانو له چې ډېره موده مخکښې دا مُلک ورکړے شو او چې په هغه وخت کښې لا غېر قومونه نۀ وو راغلى.


د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.


په سندرو کښې د هغه مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، څوک چې په صيون کښې په تخت ناست دے، قومونو ته بيان کړئ هغۀ چې څۀ کړى دى.


”ما د بنى اِسرائيلو غورېدل اورېدلى دى. هغوئ ته ووايه چې په ماښام کښې به هغوئ ته د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى او سحر کښې به په روټۍ ماړۀ شى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک يم.“


د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.


اے د صيون خلقو په اوچت آواز د خوشحالۍ نعرې ووهئ. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ډېر لوئ دے، او هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى.“


هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.


هر څوک چې په يروشلم کښې پاتې وى، نو خُدائ پاک به د هغۀ دپاره ژوند غوره کړے وى نو هغه به مقدس ګڼلے شى.


ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“


اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى.


نو زۀ به هغوئ خپل مقدس غر صيون ته راولم، او خپل د دُعا کور کښې به د هغوئ زړونه د خوشحالۍ نه ډک کړم. او زۀ به د هغوئ سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ قبولې کړم. ځکه چې زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”کله چې زۀ هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم، په يهوداه او د هغې په ښارونو کښې به هغوئ بيا داسې ووائى چې، اے د صداقت ځايه، اے مقدس غره، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.


نو بيا به ټوله دره چرته چې د مړو لاشونه او ايرې غورزولے شى او هغه ټوله زمکه د کومې مېدانونه چې د قِدرون د درې د نمرخاتۀ پورې پراتۀ دى، او د آسونو د دروازې پورې، ټوله به مالِک خُدائ ته مقدسه وى. دا ښار به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى او نۀ به تباه شى.“


زما په مقدس غر، د بنى اِسرائيلو په اوچت غر، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، هلته په هغه مُلک کښې د بنى اِسرائيلو ټول قوم به زما عبادت وکړى، او هلته به زۀ هغوئ قبول کړم. او هلته به زۀ ستاسو نه نذرانې او غوره تحفې او ستاسو ټولې مقدسې قربانۍ وغواړمه.


زۀ به په تاسو باندې پلې، غوښه راولم او په څرمن کښې به مو پټ کړم، زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ‎يم.“


د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو غېر مُلکى به هم چې په ظاهر او باطن ناسنته وى هغه به زما مقدس ځائ کښې داخل نۀ شى، او نۀ به هغه غېر مُلکيان چې د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسيږى.“


ټوله فاصله ګېرچاپېره به نهۀ کيلوميټره وى. او د هغې ورځې نه وروستو به د دې ښار نوم دا وى، مالِک خُدائ هلته موجود دے.“


هغه به شاهى خېمې د سمندر او د ښائسته مقدس غرۀ په مينځ کښې ولګوى. بيا هم به د هغۀ خاتمه راشى، او هيڅ څوک به د هغۀ مدد نۀ کوى.


اے مالِکه، په خپلو کارونو کښې تۀ صادق يې، نو په دې وجه تۀ خپله سخته غصه او غضب د خپل ښار يروشلم، ستا مقدس غر نه لرې کړه. زمونږ ګناهونو او زمونږ د پلار نيکونو ګناهونو يروشلم او ستا خلق د ګېرچاپېره قومونو د خندا کړل.


نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يم، او دا چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل څوک نشته. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.


زۀ به د هغوئ د قتلونو بدل اخلم کوم چې تر اوسه پورې ما نۀ دے اخستے. ځکه چې مالِک خُدائ په صيون کښې اوسيږى.“


زۀ به د ماتو ګوډو او د هغوئ نه څوک چې جلاوطن کړے شوى دى يوه ډله بچ کړم چې يو مضبوط قوم ترې جوړ کړم. زۀ مالِک خُدائ به په هغوئ د هغې ورځ نه واخله د تل دپاره د يروشلم نه حکومت کوم.“


په غرونو نظر د هغه چا پښو ته واچوئ څوک چې ښۀ زېرے راوړى، او د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى. اے يهوداه خپل اخترونه وکړئ، او خپلې عام منښتې کوئ. بدعمله به نور هيڅکله په تاسو قبضه نۀ کوى، هغوئ به په مکمل توګه تباه شى.


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“


خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan