14 په زرګونو زرګونو خلق د عدالت په وادۍ کښې دى. ځکه چې د عدالت په وادۍ کښې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده.
مالِک خُدائ شريرانو پورې خاندى، ځکه چې هغه د دوئ د قضا ورځ وينى.
په غرونو باندې شور ته غوږ ونيسئ، د خلقو لوئې ګڼې آوازونو ته غوږ ونيسئ، د قومونو او د بادشاهو د خلقو د راغونډېدو آواز ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج د جنګ دپاره لښکر تياروى.
دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟
افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.
په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.
مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟
قومونه دې راپاڅى، هغوئ دې د يهوسفط وادۍ ته لاړ شى. هلته به زۀ مالِک خُدائ ناست يم، چې د ګېرچاپېره ټولو قومونو عدالت وکړم.
زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په خاطر، ځکه چې هغوئ زما خلق د قومونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړى دى او زما مُلک يې په خپل مينځ کښې تقسيم کړے دے.
د مالِک خُدائ د قيامت لويه ورځ رانزدې ده، ډېره نزدې ده او زر راتلونکى ده. غوږ شئ، د مالِک خُدائ د ورځ ژړا به سخته وى، په هغه ورځ به ښۀ تکړه فوجيان هم چغې وهى.
د هغه سپو نه ځان وساتئ، څوک چې بدکاره دى، او تاسو په سنتېدو مجبوروى.
خو په هم هغه کلام کوم آسمانونه او زمکه چې اوس موجود دى د کلام په وسيله په اور کښې د سوزولو دپاره وساتلے شول، او دا به د بېدينه خلقو د عدالت او هلاکت تر ورځې پورې محفوظ وساتلے شى.