8 هغوئ يو بل له ديکې نۀ ورکوى، هر يو په خپله لاره نېغ ځى. او هغوئ د صفونو په صورت کښې د دشمن په مورچو ورننوځى.
هغۀ د مالِک خُدائ د کور په مخکښې ګېرچاپېره سړى مقرر کړل چې تُورې يې د دې دپاره راويستلې وې چې د بادشاه حِفاظت وکړى.
بادشاه د ښار دِفاع داسې مضبوطه کړه چې د دې دېوال يې مرمت کړل، په دې باندې يې برجونه جوړ کړل او بهرنى دېوال يې ورله جوړ کړو. د دې نه علاوه، هغۀ د دِفاع هغه ځايونه هم مرمت کړل چې په هغه زمکه باندې جوړ وُو چې د يروشلم د زړې برخې نمرخاتۀ طرف ته ډک کړے شوى وُو. هغۀ ډېره زياته وسله او ډالونه جوړ کړل.
يعنې د هغه خلقو سره چا چې دېوال جوړولو. چې کومو کسانو به د عمارت سامان وړلو نو هغوئ به هم په يو لاس باندې کار کولو او په بل لاس کښې به يې وسله نيولې وه،
ما د شپې هم خپلې جامې نۀ ويستلې، نۀ زما ملګرو، نۀ زما خِدمتګارانو او نۀ زما څوکيدارانو ويستلې. او کۀ مونږ د اوبو دپاره هم تلو نو مونږ ټولو به وسله د ځان سره ساتله.
هغه يې د مرګ نه بچ کوى، او د مرګ درياب د تېرېدو نه يې بچ کوى.
خو کۀ هغوئ دې ته توجو ورنۀ کړى، نو هغوئ به په جهالت کښې هلاک شى او د خاورو د لاندې به شى.
د مُلخانو بادشاه نۀ وى، خو د لښکر په شان روان وى.
تۀ لکه د انارو باغيچه ينه، د مزېدارو مېوو نه ډکه ينه، او خوشبو دې لکه د مشکو او عنبرو په شان ده نه،
د هغوئ يو کس به هم نۀ ستړے کيږى، او نۀ به تيندکونه خورى. نۀ به هغوئ د خوب دپاره ودريږى او نۀ د آرام دپاره. نۀ به هغوئ ملابند سپړى او نۀ به هغوئ د خپل پېزار تسمې پرانيزى.
هغوئ لکه د جنګيالو په شان حمله کوى، او د فوجيانو په شان په دېوالونو ورخېژى. هغوئ ټول په قطار کښې سيدها ځى، او د خپلې لارې نه اخوا ديخوا نۀ اوړى.
هغوئ په ښار باندې حملې دپاره ورغر وهى، او په دېوالونو يې په منډه وراوړى. هغوئ کورونو ته وراوړى او په کړکيانو باندې لکه د غلو په شان ورننوځى.