7 هغوئ لکه د جنګيالو په شان حمله کوى، او د فوجيانو په شان په دېوالونو ورخېژى. هغوئ ټول په قطار کښې سيدها ځى، او د خپلې لارې نه اخوا ديخوا نۀ اوړى.
ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو.
په هغه ورځ داؤد خپلو سړو ته ووئيل، ”دلته داسې څوک شته چې هغه د يبوسيانو سره زما هومره نفرت لرى؟ دومره زيات چې هغوئ ووژنى؟ نو د اوبو په سورنګ کښې لاړ شئ او په هغه غريبو، شلو او ړندو باندې حمله وکړئ.“ نو داسې دا يو متل جوړ شو، ”شل او ړاندۀ د مالِک خُدائ کور ته نۀ شى ننوتلے.“
هغۀ زۀ بيا مات رامات کړم، هغۀ د يو جنګيالى په شان په ما باندې رامنډه کړه.
لکه زلمے چې د خپلې کمرې نه بهر راوځى، لکه څنګه چې يو پهلوان په خوشحالۍ د منډې دپاره ليواله وى.
د مُلخانو بادشاه نۀ وى، خو د لښکر په شان روان وى.
لاړ شئ او د هغوئ د انګورو باغونه تالا والا کړئ خو بلکل په پوره توګه يې مۀ تباه کوئ. او د انګور بوټى څانګې راماتې کړئ، ځکه چې دا خلق زما نۀ دى.“
هغوئ يو بل له ديکې نۀ ورکوى، هر يو په خپله لاره نېغ ځى. او هغوئ د صفونو په صورت کښې د دشمن په مورچو ورننوځى.
هغوئ په ښار باندې حملې دپاره ورغر وهى، او په دېوالونو يې په منډه وراوړى. هغوئ کورونو ته وراوړى او په کړکيانو باندې لکه د غلو په شان ورننوځى.