Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د جنګى ګاډو د شور په شان هغوئ د غرونو په څوکو په ټوپونو تېريږى، او داسې ټسار کوى لکه کله چې اور ګياه سوزوى او يا لکه چې طاقتور فوج جنګ ته روان وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:5
9 Iomraidhean Croise  

د قحطۍ مُولخانو په شان د دې ټوپ تا جوړ کړے دے؟ او يا د دې هغه د رُعب والا آوازونه تا جوړ کړى دى څۀ چې خلق يروى؟


نو خلق د مِصر ټول مُلک کښې خوارۀ شول چې بوس راجمع کړى.


مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى.


نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.


هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى.


ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“


د هغوئ زغرې لکه د اوسپنو د زغرو په شان وې او د هغوئ د وزرونو آوازونه لکه د ډېرو جنګى ګاډو د آسونو په شان وُو کوم چې حمله کوونکى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan