Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 خو هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى. او څۀ به په يروشلم کښې د صيون د غرۀ نه وتښتى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، او هغوئ به په بچ شوو کسانو کښې وى څوک چې مالِک خُدائ راغوښتى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:32
32 Iomraidhean Croise  

د شيث يو زوئ وشو چې په هغۀ يې انوش نوم کېښودو. نو د دې نه پس خلقو د مالِک خُدائ نوم په عبادت کښې اخستل شروع کړل.


په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“


اګر چې اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف يوه وړه پاتې شوې حِصه به راوګرځى. مالِک خُدائ د خپلو خلقو د تباه کولو صحيح فېصله کړې ده.


کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.


هلته چې د هغۀ کوم خپل خلق يعنې بنى اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو د هغوئ دپاره به يو لوئ سړک وى چې د اسور نه به ووځى، هغسې لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ دپاره يوه لار جوړه وه کله چې هغوئ د مِصر نه روان شول.


هغه وخت راروان دے چې د مالِک خُدائ څانګه به د هغه مُلک هر يو بوټے او ونه لويه او ښائسته کړى. نو چې کوم اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو هغوئ ټول به خوشحاله وى او په هغه فصلونو به فخر کوى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى.


ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يعقوب دپاره د خوشحالۍ سندرې ووايئ او چغې ووهئ چې بنى اِسرائيل د ټولو نه لوئ قوم دے. مالِک خُدائ ته د حمد و ثناء چغې ووهئ او ووايئ چې، اے مالِکه خُدايه، په بنى اِسرائيلو کښې پاتې شوے خپل قوم دې بچ کړه.


د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.


ګوره، زۀ قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو ګناهګاره قوم وينم. زۀ به دا د زمکې د مخ نه ختم کړم. خو زۀ به هيڅکله د يعقوب خاندان مکمل نۀ ختموم. مالِک خُدائ فرمائى.


خو د صيون غر به د هغوئ دپاره د پناه ځائ شى څوک چې تښتى، دا به مقدس وى. او د يعقوب اولاد به دا ځائ د خپل ميراث په توګه قبضه کړى.


خلاصون ورکونکى به د صيون غرۀ ته بره وخېژى چې د ادوم په غرونو باندې حکومت وکړى. او مالِک خُدائ به پخپله بادشاه وى.


نو بنى اِسرائيل به تر هغه وخته پورې خپلو دشمنانو ته پرېښودلے شى ترڅو چې د يوې اُميدوارې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت پوره شى. او چې د هغۀ نور وروڼه د بنى اِسرائيلو سره د اِتحاد کولو دپاره راواپس شى.


دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“


زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.


تاسو سامريان د هغۀ عبادت کوئ چې تاسو يې نۀ پېژنئ، خو مونږ د هغۀ عبادت کوُو چې مونږ يې پېژنو، ځکه چې خلاصون د يهوديانو د خوا نه دے.


د دې دپاره چې نور انسانان، يعنې غېر‌يهوديان زما لټون وکړى څوک چې ما رابللى او خپل کړى دى. مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه چې دغه کارونه کوى،


ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“


او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بې‌دينى لرې کړى.


هم دغه شان په دې موجوده وخت کښې هم يوه ډله پاتې ده چې د خُدائ پاک په فضل غوره کړې شوې ده.


نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو،


مونږ هم په هغه خلقو کښې حساب يُو کوم چې د يهوديانو او غېر‌يهوديانو نه رابللے شوى دى.


او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،


د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى،


خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan