30 زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.
هغۀ لاندې سدوم او عموره او د دې ټولو علاقو ته وکتل او وې ليدل چې د هغه مُلک نه لوګى ختل، دا داسې لوګى وُو لکه چې د بټۍ نه خېژى.
چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟
نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“
په هغه ورځ به نۀ رڼا او نۀ يخ او نۀ کنګل وى.
او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“
لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى.
کله چې د عى سړو شاته وکتل نو هغوئ وليدل چې لوګے د آسمان طرف ته ختو. هغوئ ته د تښتېدلو دپاره لار پاتې نۀ شوه ځکه چې کومو بنى اِسرائيلو چې د صحرا طرف ته منډه وهله نو هغوئ ورباندې د حملې کولو دپاره راواپس شول.
او کله چې د هغې د سوزېدلو لوګى ووينى نو چغې به کړى، ”د دې لوئ ښار په شان بل داسې ښار چرته دے؟“
د زمکې بادشاهانو چې د هغې سره بدکارى وکړه او د هغې په عياشۍ کښې شامل شول، هر کله چې هغوئ د دې د سوزېدلو لوګے ووينى نو هغوئ به پرې ژړا او وير وکړى.
وړومبۍ فرښتې خپل بيګل وغږولو نو اور او ږلۍ د وينې سره په زمکه راوورېدل او د زمکې درېمه حِصه وسوزېدله او د ونو درېمه حِصه وسوزېدله او ټول شنۀ واښۀ وسوزېدل.
د بنى اِسرائيلو اصلى لښکر او په پټو ځايونو کښې سړو يوه نښه مقرره کړې وه. کله به چې هغوئ د لوګى يوه لويه وريځ وليده چې د ښار نه ختله،
بيا نښه څرګنده شوه، د ټول ښار نه د لوګى د وريځې ختل شروع شول. چې بنيامينيانو په ځان پسې وروستو وکتل نو حېران شول چې د ټول ښار نه لمبې ختلې.