Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 اے ځنګلى ځناورو، مۀ يرېږئ. ځکه چې د صحرا د څرن زمکه راشنه کيږى. ونې به دوباره د مېوو نه ډکې شى، بيا به د اينځرو او د انګورو بوټى ښۀ ډېر ډک شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:22
25 Iomraidhean Croise  

کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بې‌کوره يې او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“


ستا رښتينوالے لکه د لويو غرونو په شان، ستا اِنصاف لکه د سمندر د ژوروالى په شان، اے مالِکه خُدايه تۀ خيال ساتې د انسان او هم د ځناورو.


د صحراګانو د څرند ځايونه دې سرسبزه کړل، او د غرونو لمنو ته دې د خوشحالۍ جامې واغوستې.


د څرند ځايونه د رمو نه ډک شو، او ټول پټى د دانو نه ډک شو. هر څيز نعرې وهى او د خوشحالۍ سندرې وائى.


نو بيا به زمکه خپل پېداوار ورکړى، خُدائ پاک زمونږ خُدائ به مونږ له برکت راکړى.


يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.


زۀ به ستاسو د ونو مېوې او د پټو فصلونه زيات کړم، ترڅو تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې د قحط په وجه شرمنده نۀ شئ.


او خلق به داسې وائى چې، دا کومه زمکه چې شاړه پرته وه اوس ترې باغِ عدن جوړ شوے دے. او کوم ښارونه چې کنډرې پراتۀ وُو، شاړ او تباه شوى وُو، اوس مضبوط او بيا آباد شوى دى.


بلکې تاسو به، اے د بنى اِسرائيل غرونو، څانګې او ډېره مېوه زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وکړئ، ځکه چې هغوئ به ډېر زر خپل کور ته راشى.


خو په نينوه کښې د يو سل او شلو زره نه زيات خلق اوسيږى څوک چې په ښۀ او بد نۀ پوهيږى، او ورسره ډېر ځناور هم دى. ولې ما ته دا نۀ دى پکار چې زۀ په دغه غټ ښار رحم وکړم؟“


کله چې تاسو د غلې د شلو بورو په اُميد راغلى وئ، نو هلته صرف لس بورۍ وې. کۀ څوک د ميو چاټۍ ته راغلو چې سل ليټره ترې راوباسى، او هلته صرف پنځوس ليټره وې.


”تخم به په خير سره کَرلے کيږى، د انګورو بوټى به ښۀ مېوه کوى، زمکه به خپل فصلونه کوى، او آسمانونه به پرخه ورَوى. زۀ به دا هر څۀ د ميراث په توګه د دې خلقو ژوندى پاتې شوو ته ورکړم.


نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan