Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:20
15 Iomraidhean Croise  

حِزائيل ورته ووئيل، ”زما په شان يو معمولى انسان دومره غټ کار څنګه کولے شى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته ښودلى دى چې تۀ به د شام بادشاه شې.“


مالِک خُدائ مونږ له لوئ کارونه کړى دى، او مونږ ډېر خوشحاله شو.


او مالِک خُدائ هغه د نمرخاتۀ باد په يو زورَور نمرپرېواتۀ باد بدل کړو، چې ټول د قحطۍ مُلخان يې اوچت کړل او بحرِقُلزم ته يې يوړل. د مِصر په مُلک کښې يو د قحطۍ مُلخ هم پاتې نۀ شو.


مِصريانو دا راغونډې کړې او لوئ ډېرى يې ترې جوړ کړل او ټول مُلک سخا بوئ کولو.


خو د هغوئ لاشونه به نۀ ښخيږى او هلته به پراتۀ وى چې سخا شى او خراب بوئ وکړى، او غرونه به په وينو سرۀ وى.


د نمرخاتۀ طرف سرحد به د حوران او دمشق په مينځ کښې، اُردن سره د جِلعاد او د اِسرائيل د خاورې په مينځ کښې، مشرقى سمندر او داسې تر تمر پورې تلے وى. دا به مشرقى سرحد وى.


”ما په تاسو وباګانې راوستلې څنګه مې چې په مِصريانو رالېږلې وې. ما ستاسو زلمى په تُوره ووژل، او ستاسو ټول آسونه مې بوتلل. ما ستاسو په لښکر ګاه کښې ستاسو پوزې د مړو د بوئ نه ډکې کړې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


په هغه ورځ به د ژوند اوبۀ د يروشلم نه بهيږى، نيمې به د مشرق سمندر ته او نيمې به د مغرب سمندر ته، په ګرمۍ او يخنۍ کښې بهيږى.


زۀ به ستاسو فصلونه د وبا او مُولخانو د تباه کولو نه وساتم، او ستاسو په پټو کښې به د انګورو بوټى، انګور د پخېدلو نه وړاندې نۀ غورزوى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


تاسو چې چرته هم قدم ږدئ، نو هغه زمکه به ستاسو وى. ستاسو علاقه به د بيابان نه تر لبنان پورې، د فرات د سيند نه واخله د مديترانى د سمندر پورې خوره وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan