Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربان‌ګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بې‌ايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:17
42 Iomraidhean Croise  

د ننوتو کوټه تقريباً پينځۀ ګزه پلنه او لس ګزه اوږده وه، هغه مقدس ځائ هم دغه هومره پلن وو.


نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.


نو بيا به زۀ تاسو د هغه مُلک نه لرې کړم چې ما درکړے دے او زۀ به دا کور پرېږدم چې ما دا ځائ د دې دپاره مخصوص کړے دے چرته به چې زما عبادت کيږى. نو ټول قومونه به په دې پورې خندا کوى او سپکاوے به يې کوى.


سليمان په هغه قربان‌ګاه باندې مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې پېش کړې کومه چې هغۀ د خُدائ پاک د کور په مخکښې جوړه کړې وه.


نو مونږ تر اوسه په هغه مُلک کښې غلامان يُو چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے وو، چې د هغې په مېوه او پېداوار باندې مزې وکړى.


قومونه ولې وائى چې، ”د دوئ پاک خُدائ چرته دے؟“


د دشمن پېغور هډوکى مات کړل ما له هر وخت راته لګيا وى دشمنان زما چې، ”ووايه اوس چرته دے خُدائ پاک ستا؟“


ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.


اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“


تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،


اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟ او تل به هغه ستا د نوم بې‌حرمتى کوى؟


غېر قومونه دې ولې داسې ووائى چې، ”د دوئ خُدائ پاک چرته دے؟“ زمونږ د سترګو په وړاندې دا قومونه پوهه کړه، چې تا د خپلو خادِمانو د توئ شوې وينې انتقام واخستو.


مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو، او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بې‌عزتى مو کوى.


خوشې لارَوو هغه تالا والا کړو، او هغه د خپلو ګاونډيانو د خندا شولو.


په کومو پيغورونو چې مالِکه خُدايه ستا دشمنانو ما پورې وخندل، په کومو چې دوئ په هر قدم کښې ستا د مسح شوى پورې وخندل.


هغۀ وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، کۀ تۀ په رښتيا زما نه رضا يې زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ مونږ سره لاړ شه. زمونږ دا خلق ضديان دى،خو زمونږ بدى او ګناه معاف کړه او مونږ د خپلو خلقو په توګه قبول کړه.“


بيا مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج تاسو ته آوازونه کول چې ژړا او ماتم کوئ، خپل سرونه کل کړئ او د ټاټ جامې واغوندئ.


نو اوس، اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو بادشاه نه بچ کړه، نو داسې د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ خُدائ پاک يې.“


خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو.


هغۀ بيا زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ته راوستلم، او هلته د مالِک خُدائ د کور د داخلېدلو په لار او د برنډې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې پينځويشت کسان وُو. چې شا يې د مالِک خُدائ کور ته وه او د هغوئ مخ د نمرخاتۀ خوا ته وو، هغوئ د مشرق خوا ته نمر ته سجده کوله.


مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.


اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربان‌ګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.


د غلې او د څښلو نذرانې د مالِک خُدائ په کور کښې ختمې شوې. هغه اِمامان ژاړى څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې خِدمت کوى.


ما په خپله رويا کښې وليدل چې د قحطۍ مُلخانو د زمکې ټول شينکے وخوړلو، نو بيا ما ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه مونږ معاف کړه، ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر وړوکے دے.“


نو بيا ما چغې کړې، ”اے قادر مطلق خُدايه زۀ تا ته زارى کوم، بس کړه. ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر کمزورے دے.“


بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.


”اوس خُدائ پاک ته سوال زارى کوئ چې په مونږ مهربان شى. ستاسو نه په داسې قربانۍ پېش کولو، آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


بيا يو اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د موسىٰ او د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو.


دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بې‌ګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې مړ کړو.


د دۀ په خُدائ پاک باور وو، اوس دې دے خُدائ بچ کړى کۀ هغه يې غواړى، ځکه چې دۀ وئيل چې، زۀ د خُدائ پاک زوئ يم.“


په کومو مُلکونو کښې چې مالِک خُدائ تاسو خوارۀ وارۀ کړى، نو تاسو به د خلقو دپاره يروونکى شئ، هغوئ به په تاسو پورې ټوقې او مسخرې کوى.


خو د هغوئ دشمنان ما داسې لافو وهلو ته پرې نۀ ښودل چې هغوئ زما خلقو له شکست ورکړے وے، ځکه چې هغوئ ما په خپله ختم کړى دى.“


کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan