Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 ټول خلق راغونډ کړئ، او غونډه مقدسه کړئ، مشران، ماشومان او واړۀ ماشومان راغونډ کړئ. ناوې او زلمے د خپلې خپلې کوټې نه راوغواړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:16
21 Iomraidhean Croise  

د يهوداه ټول سړى، سره د خپلو ښځو او بچو، د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وُو.


او هلته يې ورته خبرې وکړې. هغۀ وفرمائيل، ”ليويانو تاسو به خپل ځانونه وقف کړئ او د مالِک خُدائ کور به پاک کړئ کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. د مقدس ځائ نه ټول ناپاکه څيزونه لرې کړئ.


په دغه مجمه کښې ډېر خلق په اودس کښې نۀ وُو، نو په دې وجه هغوئ د فسحې اختر ګډُورى نۀ شُو حلالولے، نو ليويانو د هغوئ دپاره حلال کړل او هغه ګډُورى يې مالِک خُدائ ته وقف کړل.


”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدايه پاکه. د خپل رحم په وجه هغه کسان معاف کړه چې هغوئ د زړۀ د اخلاصه ستا عبادت کوى، اګر چې هغوئ پاک هم نۀ دى.“


تاسو به د فسحې د اختر ګډُورى او چېلى حلال کړئ. اوس خپل ځانونه پاک کړئ او د دې دپاره قربانۍ تيارې کړئ چې ستاسو بنى اِسرائيليان هغه اصُول ومنى کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ښودلى دى.“


او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.


لکه زلمے چې د خپلې کمرې نه بهر راوځى، لکه څنګه چې يو پهلوان په خوشحالۍ د منډې دپاره ليواله وى.


او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى


او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د درېمې ورځې دپاره ځانونه تيار کړئ او په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“


کۀ اِمامان هم ما ته نزدې راځى نو هغوئ دې هم ځان پاک کړى، ګنې زۀ مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“


د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.


نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”دا ماشومان چې څۀ وائى، تۀ يې اورې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”آو، زۀ يې اورم. ولې تاسو صحيفې نۀ دى لوستلى چې، د وړو او تى رودونکو خولۀ دې ته جوړه کړه چې ستا ثنا ووائى.“


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو چرته جنجيان د وادۀ د زلمى سره په ژړا ناست ليدلى دى څۀ؟ خو يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى.


تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى.


پاڅه. خلق زما حضور ته راتلو دپاره پاک او تيار کړه. هغوئ ته ووايه چې سبا تيار اوسئ ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې وايم چې، بنى اِسرائيلو، تاسو سره وقف شوى څيزونه دى. تاسو تر هغې پورې د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شئ کولے چې دا څيزونه مو لرې کړى نۀ وى.


هغه ټولې غونډې ته د يشوَع په ذريعه د موسىٰ هر يو حُکم واورولے شو چې په دې غونډه کښې ښځې، ماشومان او د نورو قومونو هغه خلق هم شامل وُو چې د هغوئ سره اوسېدل.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، د امن په نيت راغلم، زۀ راغلم چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړم. ځان پاک کړئ او ما سره لاړ شئ.“ هغۀ يَسى او د هغۀ زامنو ته هم وفرمائيل چې ځان پاک کړئ او هغوئ يې قربانۍ له راوغوښتل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan