Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 په صيون کښې بيګل وغږوئ، د مقدسې روژې اعلان وکړئ، او خلق مقدسې اجتماع له راوغواړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:15
8 Iomraidhean Croise  

هغوئ اعلان وکړو چې نن روژه ونيسئ، خلق راغونډ شول او نبوت له يې د عزت ځائ ورکړو.


په خطونو کښې ليکلى شوى وُو، ”اعلان وکړئ چې خلق روژه ونيسى، خلق دې راغونډ شى او نبوت له د عزت ځائ ورکړى.


بيا ياهُو اِعلان وکړو، ”د بعل د درناوى دپاره د عبادت د ورځې اِعلان وکړئ.“ نو اِعلان وشو،


تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بې‌فائدې دى. تاسو چې د خوشبويۍ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى.


يهويقيم د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه د بادشاهۍ د پينځم کال په نهمه مياشت د يروشلم ټولو خلقو ته او د هغوئ دپاره څوک چې د يهوداه د ښارونو نه راغلى وُو، د روژې اعلان وکړو او هغوئ د مالِک خُدائ دپاره روژه ونيوله.


د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.


په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.


کله چې دواړه بيګلې وغږيږى، نو ټول قوم به زما د حضور د مقدسې خېمې په دروازه کښې ستا نه ګېرچاپېره راغونډ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan