Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 د خپل خفګان دپاره خپلې جامې مۀ شلوئ خو د هغې په ځائ خپل زړونه وشلوئ.“ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے، هغه زر نۀ غصه کيږى او د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکى ده، او هغه دا غواړى چې معافى وکړى او سزا ورنۀ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:13
41 Iomraidhean Croise  

چې کله روبين واپس کوهى ته راغلو او وې ليدل چې يوسف هلته نۀ وو، نو هغۀ د خفګان په وجه خپلې جامې وشلولې.


يعقوب د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. د زوئ په غم کښې هغه ډېرې ورځې غمژن وو.


داؤد د غم نه خپلې جامې وشلولې او د هغۀ ټولو سړو هم دغه شان وکړل.


کله چې اخى‌اب د الياس دا خبرې واورېدې، نو اخى‌اب خپلې جامې وشلولې او وې ويستلې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. هغۀ خوراک نۀ کولو، د ټاټ په جامو کښې اودۀ کېدو او سر وهلے بر وهلے ګرځېدو.


کله چې بادشاه د شريعت د کِتاب خبرې واورېدې، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې،


او کله چې تا واورېدل چې ما يروشلم او د دې خلقو له د سزا ورکولو خبره کړې ده، نو توبه دې وويستله او عاجزى دې ښکاره کړه، جامې دې وشلولې او ودې ژړل. دا ښار به شاړ او ويجاړ کړم چې خلق به ورباندې لعنت وائى. خو ما ستا سوال اورېدلے دے،


کله چې د اِسرائيل بادشاه دا خط وکتلو، نو هغۀ د يرې نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”د شام د بادشاه دا خيال دے چې زۀ دا جذامى سړے روغ کړم؟ ولې زۀ خُدائ پاک يم، چې ژوندى کول او مړۀ کول کوم؟ هغه په دې کوشش کښې دے چې ما سره جنګ شروع کړى.“


چې دا يې واورېدل، نو بادشاه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چې کوم خلق د دېوال سره نزدې وُو نو هغوئ وليدل چې هغۀ د خپلو جامو لاندې د ټاټ جامې اغوستې وې.


نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره او د خپلو خِدمت کوونکو د بنى اِسرائيلو ګناهونه معاف کوه او هغه څۀ ورته ښايه چې کوم صحيح وى. بيا اے مالِکه خُدايه، په دې خپل مُلک باندې باران راولېږه، کوم چې تا خپلو خلقو له ورکړے دے چې د همېشه دپاره د هغوئ ميراث وى.


هغوئ نافرمانى وکړه، تا چې کومې معجزې کړې وې هغه يې هېرې کړې. په خپله سرکشۍ کښې هغوئ يو مشر خوښ کړو چې د مِصر غلامۍ له يې واپس بوځى. خو تۀ بخښونکے خُدائ پاک يې، تۀ مهربان او مينه کوونکے يې، زر نۀ غصه کېږې. ستا رحم لوئ دے، تا هغوئ پرې نۀ ښودل.


نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله.


مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے، زر نۀ په غصه کيږى او د هغۀ مينه پائيداره ده.


د دوئ د خاطره هغۀ خپل لوظ ځان ته راياد کړو او هغۀ خپله فېصله د ابدى مينې په سبب بدله کړه.


مالِک خُدائ هغه چا ته ورنزدې دے څوک چې غمژن وى او هغوئ ته خلاصون ورکوى څوک چې بې‌حوصلې وى.


پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.


خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.


تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.


زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.


ولې زۀ داسې روژه خوښوم څۀ چې انسان دې په کښې يوې ورځې دپاره خپل ځان عاجز کړى؟ او د لوخې د پاڼې په شان خپل سرونه ټيټ کړى او د ټاټ په جامو کښې په ايرو دپاسه څملى؟ تاسو دې ته روژه وايئ؟ دا ورځ به مالِک خُدائ ته قبوله وى څۀ؟


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى.


شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“


اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.


کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم.


او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د يروشلم په ټول ښار کښې وګرځه او د هر هغه چا په تندى باندې نښه ولګوه څوک چې وير او ماتم کوى په هغه ټولو حرامو کارونو باندې چې په دې کښې وشى.“


اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى.


څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“


هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.


ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.


مالِک خُدائ په مزه غصه کيږى، خو هغه ډېر طاقتور هم دے، مالِک خُدائ به مجرم بغېر د سزا پرې نۀ ږدى. د هغۀ لاره په تېزه هوا او طوفان کښې ده، او وريځې د هغۀ د پښو دوړې دى.


زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او زۀ نۀ ختمېدونکې مينه او وفادارى ښايم او زياتے او بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګناه کوى نو د هغوئ د ګناه سزا به د درېم او څلورم نسل پورې جارى وى.


او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟


خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه.


ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan