Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:11
30 Iomraidhean Croise  

خپل دشمنان يې کړل خوارۀ د غشو په ويشتو سره، و يې زغلول د تندر په ګړزار او په برېښنا سره.


قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى. کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.


کله چې تۀ بره لاړې قېديان دې ځان سره بوتلل. د بنيادمو نه درته تحفې مِلاو شوې د هغوئ نه هم کومو چې بغاوت کړے وو. نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله.


په غرونو باندې شور ته غوږ ونيسئ، د خلقو لوئې ګڼې آوازونو ته غوږ ونيسئ، د قومونو او د بادشاهو د خلقو د راغونډېدو آواز ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج د جنګ دپاره لښکر تياروى.


مالِک خُدائ د يو جنګيالى په شان جنګ له ځى، هغه به لکه د فوجى په شان جذبه کښې راشى او د جنګ نعرې به وهى او د خپلو دشمنانو خِلاف به خپل طاقت ښائى.


کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د مِصريانو د راغوښتو دپاره شپېلۍ ووهى چې د نيل درياب د لرې غاړو نه د مچانو په شان راشى او اسوريانو ته به شپېلۍ ووهى چې د شاتو د مچو په شان د خپل مُلک نه راشى.


نو اوس دا ټولې خبرې د هغوئ خلاف بيان کړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ به د آسمان د اوچتو او مقدسو ځايونو نه لکه د ازمرى په شان وغړمبيږى او هغه به د خپل وطن خلاف زورَور آوازونه وکړى. او هغه به داسې په تېزه آوازونه وکړى لکه څنګه چې د انګورو نچوړونکى په هغه وخت کښې شور کوى. او هغه به د هغوئ ټولو خلاف په زوره چغې ووهى څوک چې په دُنيا کښې اوسيږى.


افسوس چې هغه ورځ به څومره سخته وى. د هغې ورځې په شان به بله کومه ورځ هم نۀ وى. دا به د يعقوب دپاره سخته ورځ وى، خو په آخر کښې به هغه ترې بچ شى.


خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے. هغه به په سختۍ سره د هغوئ د مسئلې دفاع وکړى، او هغه به دوئ ته آرام ورکړى، خو د بابل خلق به نا آرامه کړى.


ولې تاسو به په هغه ورځ دومره زړَور يئ يا ستاسو په مټو کښې به دومره زور وى کله چې زۀ تاسو سره دا معامله کوم؟ ما مالِک خُدائ وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.


افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.


د هغوئ ټول لښکر زما په مُلک حمله وکړه، چې طاقتور او د شمېر نه بهر دى، د هغوئ غاښونه د زمرى په شان تېرۀ دى او د هغوئ داړې د زمرۍ په شان دى.


په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.


دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو ته د نقصان شوى فصل تاوان درکړم کوم چې د قحطۍ مُلخانو، غټو مُلخانو، وړو مُلخانو او نورو مُلخانو خوړلى وُو. دا زما لوئ لښکر وو چې ستاسو خلاف مې درلېږلے وو.


نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.


په زرګونو زرګونو خلق د عدالت په وادۍ کښې دى. ځکه چې د عدالت په وادۍ کښې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده.


مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“


په تاسو دې افسوس وى څوک چې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ. تاسو ولې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ؟ دا به ستاسو دپاره د رڼا نه بلکې د تيارې ورځ وى.


آو، د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به تيارۀ او د نااُميدۍ سبب وى. دې کښې به د خوشحالۍ يا د اُميد رڼا نۀ وى.


د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، د ټولو قومونو دپاره. څنګه چې تاسو کړى دى، نو هم داسې به تاسو سره هم وشى. ستاسو عملونه به واپس ستاسو په خپل سر راشى.


څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.


خو د هغۀ د راتلو ورځ څوک برداشت کولے شى؟ څوک ودرېدلے شى کله چې هغه راښکاره شى؟ ځکه چې هغه به لکه د صفا کوونکى اور يا د دهوبى د صابون په شان وى.


بلعام دا پېغام ورکړو، ”هغه څوک بچ کولے شى چې خُدائ پاک يې تباه کوى؟


ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى.


نو په دې وجه به په هغې په يوه ورځ دومره افتونه راشى، يعنې مرګ، ويره او قحط. او په اور به هم وسوزولے شى ځکه چې مالِک خُدائ پاک زورَور دے چې د دې فېصله يې واوروله.


ځکه چې د هغوئ د غضب لويه ورځ راغلې ده او څوک ورته ودرېدے شى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan