Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 2:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هغوئ چې وړاندې ځى زمکه خوځيږى، آسمان لړزيږى، نمر او سپوږمۍ تيارۀ شى، او ستورى نور نۀ ‎ځليږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 2:10
22 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ په راتلو سره اے زمکې په لړزان شه، د يعقوب د پاک خُدائ په حضور کښې په لړزان شه،


زمکه باندې زلزله راغله ولړزېده، د ټولو غرونو بنيادونه وخوځېدل، زلزله ځکه پرې راغله چې هغه په غصه وو.


ټول ستورى او د ستورو قبيلې به ځلېدل بس کړى، نمر چې راخېژى نو دا به تور وى او د سپوږمۍ رڼا به ختمه شى.


په آسمان کښې ستورى به فنا شى. آسمان به داسې فنا شى لکه چې طومار راغونډولے شى او ستورى به داسې راوغورزيږى لکه د انګورو د بوټى نه اوچې پاڼې يا د اينځر د ونې نه اوچ اينځر راغورزيږى.


په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. کۀ څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خورېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.


ما په زمکه باندې نظر واچولو زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو، او چې آسمان ته مې وکتل نو هلته هم رڼا نۀ وه.


دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى.


نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.


اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى.


هغه چا چې ستورى پېدا کړى دى، چا چې د ستورو غومپک پېدا کړے دے. او څوک چې تيارۀ د سحر په رڼا بدلوى، او د ورځې رڼا په شپه بدلوى. څوک چې د سمندر اوبۀ راوغواړى او د زمکې په مخ يې وراړوى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.


د هغۀ د وړاندې غرونه لړزيږى، او غونډۍ ويلى کيږى. او زمکه د هغۀ په حضور کښې لړزيږى، دُنيا او هر هغه څوک چې په کښې اوسيږى.


او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“


هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل،


نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.


بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.


بيا ما وکتل چې ګډُورى شپږم مهر مات کړو او يوه سخته زلزله راغله او نمر د تبخى په شان تور شو او سپوږمۍ مکمله لکه د وينو تکه سره شوه.


بيا څلورمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو دې سره د نمر درېمه حِصه او د سپوږمۍ او د ستورو درېمه حِصه ووهلے شوه نو د دوئ درېمه حِصه تيارۀ شوله او د ورځې درېمه حِصه رڼا ختمه شوه او دغه شان د شپې دريمه حِصه رڼا هم ختمه شوه.


کله چې هغۀ عالمِ ارواح کولاو کړه نو د هغه لوئې کندې نه د بټۍ په شان لوګے راوختلو او د عالمِ ارواح لوګى نمر او باد تور کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan