مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.
اے بنى آدمه، وير او ژړا وکړه، ځکه دا زما د خلقو خلاف ده، دا د بنى اِسرائيلو د ټولو شهزادګانو خلاف ده. هغوئ زما خلقو سره يوځائ د تُورې خولې ته وغورزولے شول. نو په دې وجه خپلې سينې ووهئ.