8 لکه د هغه پېغلې وژاړئ چا چې د ماتم جامې اغوستې وى او د خپل چنغول په مرګ ژړا انګولا کوى.
چا چې خپل د ځوانۍ د وخت خاوند پرېښے دے او خپل لوظ يې هېر کړو کوم يې چې د خُدائ پاک په وړاندې کړے وو.
بيا مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج تاسو ته آوازونه کول چې ژړا او ماتم کوئ، خپل سرونه کل کړئ او د ټاټ جامې واغوندئ.
اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ، د يرې نه ولړزېږئ. اے بېغمه لوڼو د يرې نه ورپېږئ. خپلې کپړې وباسئ بربنډې شئ او د ټاټ جامې واچوئ.
تۀ د دومره بېشرمۍ باوجود بيا هم ما ته وائې چې، ”اے پلاره، کله چې زۀ وړه وم، تا ما سره مينه کوله،
صيون ته د تلو لارې خالى دى او ماتم کوى، څوک هم ورته اوس د اخترونو دپاره نۀ راځى. د ښار دروازې ټولې خاموشه شوې دى، او د دې اِمامان اسويلى کوى. د هغې پېغلې غمژنې دى، او د هغې تکليفونه تراخۀ دى.
زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“
آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.
اے مالدارو واورئ، تاسو په خپلو هغه مصيبتونو چې راتلونکى دى، ژړا او فرياد وکړئ.