زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.
”زۀ به د دوئ پوره فصل تباه کړم. د انګورو په بوټى کښې به يوه دانه هم پاتې نۀ شى، او نۀ به اينځر د اينځر په ونه کښې وليدلے شى، د دوئ پاڼې به اوچې شى. او هر څۀ چې ما دوئ له ورکړى دى هغه به ترې نه واپس واخلم.
زۀ به د هغې د انګورو بوټى او د اينځرو ونې تباه کړم، هغې به وئيل چې دا هغه ګټه ده چې ما له خپلو عاشقانو راکړې ده. زۀ به د هغې باغونه په ځنګل بدل کړم او ځنګلى ځناور به د دې مېوه خورى.