3 دا خپل اولاد ته ووايئ، او هغوئ دې دا خپل اولاد ته ووائى او داسې دې دا ياد تر نسلونو پورې تازه وى.
يو نسل به بل نسل ته ستا د کارونو ستائينه کوى، او دوئ به ستا د لويئ کارونه بيانوى.
اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.
کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپينږيرے شم، خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له، ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم، او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.
په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.
صرف ژوندى ستا ثناء صِفت کولے شى، لکه څنګه چې زۀ نن ستا ثناء صِفت کوم. پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښائى.
خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.