20 تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.
خو څۀ موده وروستو، په مُلک کښې د اوچ کالۍ په وجه هغه وَله اوچه شوه.
اخىاب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى.
کارغانو دپاره د خوراک بندوبست څوک کوى، کله چې د هغوئ بچى خُدائ پاک ته ژړا کوى، او د خوراک د نشتوالى په وجه سرګردانه ګرځى؟
نو بيا ځوانان زمرى په خپل ښکار پسې غړمبيږى او د خُدائ پاک نه خپل خوراک غواړى.
او د ټولو سترګې تا ته دى، او تۀ ټولو ته په صحيح وخت کښې خوراک ورکوې.
هغه ځناورو ته خوراک ورکوى، او کارغانو بچو ته کله چې وچغيږى خوراک ورکوى.
زمکه د خوشکۍ او د باران نۀ ورېدلو په وجه چاؤدلې ده، زميداران پرېشانه دى، او هغوئ هم خپل مخونه پټ کړى دى.
زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى.
څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.