18 څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.
اخىاب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى.
سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټول قوم د لوظ صندوق په وړاندې راغونډ شول او په دومره لوئ شمېر کښې ګډې او څاروى يې قربانى کړل چې د شمېر نه بهر وُو.
دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“
او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.
تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“
اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته،
نو ځکه ستاسو په وجه، آسمانونو پرخه ورول او زمکې فصل کول بند کړل.
مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى.