Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 9:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 چا چې ټول ستورى جوړ کړى دى، په دې کښې دب اکبر، جبار او ثريا او جنوبى ستورى هم شامل دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 9:9
8 Iomraidhean Croise  

نو خُدائ پاک هغه دوه غټ ځلېدونکى څيزونه جوړ کړل، نمر به د ورځې ځليږى او سپوږمۍ به د شپې ځليږى، هغۀ ستورى هم پېدا کړل.


د جنوب طرف نه طوفانى هوا راځى، او د شمال طرف نه د سختې هوا نه يخنى راځى.


او تۀ د خپل آسمانى کور نه غرونه اوبۀ کوې، او ستا د کارونو د مېوو په وجه زمکه معموريږى.


هغه د خپل پاس کور تيرونه د اوبو دپاسه ږدى. هغه د وريځو نه جنګى ګاډۍ جوړوى او د هوا په وزرو سوريږى.


هغۀ ته د ټولو ستورو د شمېر پته ده، او هر يو ستورى ته په نامه آواز کوى.


هغه چا چې ستورى پېدا کړى دى، چا چې د ستورو غومپک پېدا کړے دے. او څوک چې تيارۀ د سحر په رڼا بدلوى، او د ورځې رڼا په شپه بدلوى. څوک چې د سمندر اوبۀ راوغواړى او د زمکې په مخ يې وراړوى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.


بيا د هغه ځائ نه روان شُو او په جهاز کښې ريګيوم ته لاړو او بيا يوه ورځ پس جنوبى بادونه شروع شُو او په دوېمه ورځ مونږ د پوتيلى بندرګاه ته راورسېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan