7 کۀ هغه حُکم وکړى نو نمر به راونۀ خېژى، او ستورى به ونۀ ځليږى،
نو هر يو کس خپل کار بس کړى چې د هغۀ طاقت وګورى.
ټول ستورى او د ستورو قبيلې به ځلېدل بس کړى، نمر چې راخېژى نو دا به تور وى او د سپوږمۍ رڼا به ختمه شى.
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
ځکه چې مالِک خُدائ هم هغه دے چا چې غرونه پېدا کړى دى، او هوا يې پېدا کړې ده، او خپل خيالات بنى آدم ته څرګندوى. هغه د سحر رڼا په تيارۀ بدلوى او د زمکې په اوچتو ځايونو باندې ګرځى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دے.
مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ به زۀ نمر په نيمه ورځ ښکته کړم او په زمکه به په رڼا ورځ تيارۀ راولم.
او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“
په هغه ورځ کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سړو له په اموريانو باندې فتح ورکړه، يشوَع د مالِک خُدائ سره خبرې وکړې. هغۀ د بنى اِسرائيلو په مخکښې داسې وفرمائيل، ”اے نمره، د جبعون دپاسه ولاړ اوسه، اے سپوږمۍ، د ايالون په مېدان ودرېږه.“
نو نمر نېغ ودرېدو او سپوږمۍ تر هغې پورې حرکت نۀ کولو تر کومې پورې چې قوم د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وو اخستے. دا د ياشر په کِتاب کښې ليکلى دى. نمر د آسمان په مينځ کښې ولاړ وو او تقريباً ټوله ورځ پرې نۀ وتلو.