3 کۀ يو کس د هغۀ سره لانجه کول وغواړى، نو هيڅ څوک به د هغۀ د زرګونو سوالونو نه د يو جواب هم ورنۀ کړى.
زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.
څوک ما سره په دې باندې بحث کولے شى؟ کۀ څوک ما غلط ثابت کړى نو زۀ به خاموش شم او مړ به شم.
تۀ په خُدائ پاک باندې اِلزام ولې لګوې، وائې چې هغه به زما د يوې خبرې جواب هم ونۀ کړى؟
مونږ وخت نۀ مقرروو چې کله به د خُدائ پاک په وړاندې د عدالت دپاره راځو.
”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“
ما ډېر څۀ وئيلى دى، نور زۀ څۀ نۀ وايم.“
نو زۀ څوک يم چې هغۀ له جواب ورکړم، او زۀ څوک يم چې د هغۀ سره بحث وکړم؟
اګر چې زۀ بېګناه يم، خو زما خپله خولۀ به ما مجرم کړى، اګر چې زۀ بېداغه يم، خو خپله خولۀ به ما ګناهګار ثابِتوى.
څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟ ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.
خو زۀ ډېرو مصيبتونو راګېر کړے يم، لار رانه خطا شوه په ګناهونو کښې ډوب شوے يم، ګناهونه مې د سر وېښتو نه ډېر دى بېوسه شوے يم.
نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟
کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته.
کله چې زمونږ زړۀ مونږ ملامتوى نو خُدائ پاک زمونږ د زړۀ نه ډېر لوئ دے او هغه په هر څۀ خبر دے.