2 ”په حقيقت کښې ما ته پته ده چې دا هم داسې ده، خو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟
کله چې ستا خلق ستا خِلاف ګناه وکړى (داسې هيڅ څوک هم نشته چې ګناه نۀ کوى)، او تۀ په غصه کښې هغوئ پرېږدې چې دشمن شکست ورکړى او هغوئ يې خپل مُلک ته قېديان بوځى، کۀ هغه مُلک لرې هم وى،
مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، تۀ صادق يې، خو تا مونږ پرېښودو چې ژوندى پاتې شُو. مونږ په ګناه کښې ستا په وړاندې ولاړ يُو، خو د دې ګناه په وجه زمونږ يو کس هم دا حق نۀ لرى چې ستا حضور ته راشى.“
نو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟ څوک چې د مور نه پېدا شوے وى نو هغه کس څنګه صفا کېدے شى؟
ګوره، د هغۀ په وړاندې ځلېدونکى سپوږمۍ او ستورى هيڅ هم نۀ دى.
نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ پاک يې اِلزام لګولو.
تۀ وائې چې، ”زۀ صفا او بېګناه يم، زۀ معصُوم يم او په ما کښې هيڅ غلطى نشته.
ځکه چې ايُوب وئيلى دى چې زۀ بېګناه يم، او خُدائ پاک زما سره اِنصاف نۀ کوى،
ولې انسان کولے شى چې د خُدائ پاک په وړاندې صادق شى څۀ؟ ولې انسان د خالِق نه زيات پاک کېدے شى څۀ؟
نو ايُوب ورته په جواب کښې وفرمائيل،
اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟
او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بېګناه نۀ دى.
ځکه چې يو بنى آدم به هم په شريعت د عمل کولو په وجه د خُدائ پاک په وړاندې صادق نۀ وى ځکه چې د شريعت په وسيله ګناه پېژندلے کيږى.