9 ځکه چې مونږ پرون پېدا شوى يُو او مونږ ته هيڅ پته نۀ لګى، ځکه چې په زمکه باندې زمونږ وخت د سورى په شان روان دے.
يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“
مالِکه خُدايه، تا ته پته ده چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان مونږ خپل ژوند د مسافرو په شان په يو ځائ بل ځائ کښې تېر کړے دے، زمونږ ژوند د تېرېدونکى سورى په شان فانى دے.
رحُبعام بادشاه د هغه بوډاګانو سړو سره مشوره وکړه کومو چې د هغۀ د پلار سليمان د مشيرانو په توګه خِدمت کړے وو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له څۀ مشوره راکوئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“
يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،
د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.
ما وئيل چې مشران دې خبره وکړى، ځکه چې عقل د عُمر سره راځى.
زما عُمر د سيلۍ په شان تېز روان دے، او په نااُميدۍ کښې ختميږى.
خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه.
زما عمر لکه د مازيګر د سورى په شان تير شو، لکه د واښو په شان اوچ شوم.
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، تر ابده به په تخت ناست يې، ستا د نوم پېژندګلو به تر نسلونو پورې وى.
انسان دے لکه د هوا په شان، د هغۀ عمر تېريږى لکه سورى په شان.
تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو، زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو، د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.
ظالمانو ته هيڅ پته نشته او په هيڅ نۀ پوهيږى. دوئ په تيارو کښې ګرځيږى، د زمکې ټول بنيادونه خوځېدلى دى.
ځکه ستا په نظر کښې زر کاله داسې دى لکه يوه ورځ چې تېره شوې وى، او يا د شپې يو پار چې تير شوے وى.