6 کۀ تۀ صفا او صادق يې، نو هغه به په خپله راپاڅى او هغه به تا له خپل صحيح مقام واپس درکړى.
نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دُنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بېداغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“
د ګناهونو نه ځان خلاص کړې، او بدعملى د خپل کور نه ختمه کړې،
اګر چې ما هيڅ ظلم زياتے نۀ دے کړے، او زما په دُعا کښې خلوص دے.
نو هغوئ غريبانان فرياد کولو ته جوړ کړل، چې دا فرياد خُدائ پاک ته ورسيږى. او هغۀ د ضرورتمندو خلقو فرياد واورېدو،
تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو کور محفوظ دے، تاسو به وګورئ چې ستاسو د رَمو نه به هيڅ ورک نۀ وى.
تۀ د وفادارو سره وفادار يې، تۀ د هغوئ سره نېکى کوې څوک چې نېکان دى.
اے مالِکه خُدايه، راپاڅه ولې تۀ اودۀ کېږې څۀ؟ راپاڅه، او تر ابده پورې مونږ مۀ رد کوه.
اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه، زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه، راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله.
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
د بدعمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوى، خو هغه د صادق په کور باندې برکت ورَوى.
کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.
صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى.
اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.
نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بېګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.