Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 8:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 خُدائ پاک د اِنصاف نه نۀ اوړى. او د قادر خُدائ کارونه همېشه په حقه وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 8:3
29 Iomraidhean Croise  

دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“


د مالِک خُدائ نه په يره کښې اوسئ او په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، ځکه چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک سره نۀ بې‌اِنصافى شته، نۀ طرفدارے او نۀ رشوت.“


دا تا ته ښۀ ښکارى، چې ما په عذاب کړې، چې ما يعنې د خپلو لاسونو کار رد کړې او د بدکارو خلقو منصوبو ته ښۀ ووائې؟


نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے.


ګوره، زۀ د فرياد چغې هم وهم، خو څوک ما له جواب نۀ شى راکولے، زۀ په زوره زوره چغې وهم، خو اِنصاف نشته.


قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟


هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.


ځکه چې ايُوب وئيلى دى چې زۀ بې‌ګناه يم، او خُدائ پاک زما سره اِنصاف نۀ کوى،


په حقيقت کښې خُدائ پاک بې‌مقصده فرياد نۀ اورى، او نۀ قادر خُدائ دې ته څۀ توجو ورکوى.


هيڅوک خُدائ پاک ته دا نۀ شى وئيلے چې هغه به څۀ کوى، او څوک ورته وئيلے شى چې تا غلط کار کړے دے؟


زۀ به د خپل ډېر عِلم نه کار واخلم، چې دا ثابت کړم چې زما خالِق د اِنصاف مالِک دے.


مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى.


ولې انسان کولے شى چې د خُدائ پاک په وړاندې صادق شى څۀ؟ ولې انسان د خالِق نه زيات پاک کېدے شى څۀ؟


”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“


ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بې‌اِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟


”په حقيقت کښې ما ته پته ده چې دا هم داسې ده، خو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟


صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.


او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى. تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے، تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.


خو بيا تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى، اے د بنى اِسرائيل قومه، ما ته غوږ شئ، آيا تاسو دا خيال کوئ چې زما کارونه بې‌اِنصافه دى؟ خو دا ستاسو عملونه دى چې بې‌اِنصافه دى.


خو بيا هم ستا د مُلک خلق وائى چې، د مالِک خُدائ طريقې بې‌اِنصافه دى. خو دا هم دوئ دى چې د هغوئ طريقې بې‌اِنصافه دى.


خو اے د اِسرائيل قومه، تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ طريقې د اِنصاف نۀ دى. خو زۀ به ستاسو د هر يو عدالت ستاسو د عملونو او طريقو په مطابق وکړم.“


نو مالِک خُدائ هم په مونږ د افت راوستلو څۀ پرواه ونۀ کړه، ځکه چې زمونږ مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، خو بيا هم مونږ د هغۀ تابعدارى ونۀ کړه.


بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.


مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے، ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے.


هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.


او ما د قربان‌ګاه نه يوه چغه واورېدله، ”آو، مالِکه خُدايه پاکه، تۀ په ټولو قادر يې، ستا ټولې فېصلې رښتينې او په حقه دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan