Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 7:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 لکه څنګه چې وريځ کمه شى او فنا شى، نو چې څوک لاندې قبر ته لاړ شى نو هغه ترې نه بيا هيڅکله نۀ شى راختلے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 7:9
14 Iomraidhean Croise  

خو اوس هغه مړ دے، نو زۀ ولې روژه ونيسم؟ زۀ ماشوم بيا ژوندے کولے شم څۀ؟ يوه ورځ به زۀ هم هلته ځم چرته چې هغه دے، خو هغه هيڅکله ما له واپس نۀ شى راتلے.“


مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.


خو چې زۀ لاړ شم او بيا هيڅکله راواپس نۀ شم، چې تور او د تکې تورې تيارې مُلک ته لاړ شم،


دا حد د آسمان نه اوچت دے، تۀ څۀ کولے شې؟ او د مرګ د کندې نه ډُوب دے، تا ته څۀ پته ده؟


صِرف يو څو کاله به پاتې وى چې زۀ به په هغه سفر باندې روان شم چې د هغې نه واپس کېدل نشته.


زۀ د مرګ په طمع يم، او زۀ به تل په تيارۀ کښې پروت يم،


نو زما ټول اُميدونه به په قبر کښې فنا شى؟ او زما ټول ارمانونه به خاورې شى څۀ؟“


کۀ زۀ مړ وے نو خاموش به وے، زۀ به اودۀ وے، او زۀ به په آرام وے


اوس زۀ په يره کښې اوسېږم، او زما عزت هوا اوړے دے، او زما مال دولت د وريځو په شان فنا شوے دے.


هغه وريځ د نمۍ نه ډکوى، او په وريځو کښې برېښنا پړقوى،


ما لږ پرېږده چې دوباره خوشحاله شم، د دې نه مخکښې چې لاړ شم او فنا شم.“


خو اوس هغوئ مړۀ شوى دى او بيا به نۀ راژوندى کيږى، د هغوئ روحونه به واپس نۀ راځى، ځکه چې تا دوئ له سزا ورکړې ده او تباه کړى دې دى. او د هغوئ نوم او نشان دې ختم کړے دے.


ما وئيل چې د ژوندو په دې دُنيا کښې به زۀ بيا هيڅکله مالِک خُدائ ونۀ وينم او نۀ به د دې دُنيا په اوسېدونکو کښې يو سړے ووينم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan