8 تۀ ما اوس وينې خو بيا به مې ونۀ ګورې، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به نۀ يم.
خو اوس هغه مړ دے، نو زۀ ولې روژه ونيسم؟ زۀ ماشوم بيا ژوندے کولے شم څۀ؟ يوه ورځ به زۀ هم هلته ځم چرته چې هغه دے، خو هغه هيڅکله ما له واپس نۀ شى راتلے.“
تۀ زما پښې په زولنو کښې تړې، او تۀ زما په ټول چال چلن نظر ساتې، او زما د پښو چاپونه هم معلوموې.
خو چې انسان مړ شى نو طاقت يې ختم شى، چې انسان ساه ورکړى نو بيا چرته وى؟
تۀ په يو کمزورى مخلوق باندې نظر ساتې؟ او تۀ ما سره عدالت کوې؟
هغوئ به د يو خوب په شان تېر شى او ورک به شى، هغوئ به د شپې د خوب په شان فنا شى.
کومو خلقو چې هغوئ ليدلى وى نو هغه به يې نور ونۀ ګورى، او چې چرته اوسېدل نو د هغه ځائ خلق به يې ياد نۀ کړى.
هغوئ به د دولت سره څملى، خو چې سترګې وغړوى، نو مال به يې ختم وى.
کۀ زۀ مړ وے نو خاموش به وے، زۀ به اودۀ وے، او زۀ به په آرام وے
تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“
خو کۀ هغوئ د خپل ځائ نه لرې کړے شى، نو بيا به هغوئ اِنکار وکړى او وائى به چې ما تاسو کله هم نۀ يې ليدلے.
کله چې هوا ورباندې ولګيږى نو ختم شى، او بيا په هغې ځائ کښې نۀ ښکارى.
خو چې دوباره مې وليدل، هغوئ د دُنيا نه تلى وُو، ما چې کله هغوئ لټول نو بيا نۀ وُو.
تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې، او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې، انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،