Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 7:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 زما عُمر د سيلۍ په شان تېز روان دے، او په نااُميدۍ کښې ختميږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 7:6
23 Iomraidhean Croise  

کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.


اوبۀ کاڼى مږى، او سېلاب د زمکې خاوره اوړى، نو داسې تۀ د انسان اُميد تباه کوې.


صِرف يو څو کاله به پاتې وى چې زۀ به په هغه سفر باندې روان شم چې د هغې نه واپس کېدل نشته.


زما زور ختم شوے دے او زما ورځې لنډې شوې دى، او قبر زما دپاره تيار دے.


زما دوران تېر شو او زما منصوبې ناکامه شوې، زما نه زما اُميدونه ختم شول.


نو بيا زما اُميد چرته دے؟ او دا چا ته ښکارى؟


نو زما ټول اُميدونه به په قبر کښې فنا شى؟ او زما ټول ارمانونه به خاورې شى څۀ؟“


هغه د هر طرف نه ما راغورزوى او زۀ ختم يم، هغۀ د ونې په شان زما د اُميد جرړې راويستلې دى.


زما دومره طاقت نشته چې زۀ دا برداشت کړم، او چې زما څۀ اُميد نشته نو بيا زۀ ولې ژوندے يم؟


زما ژوند د منډه وهونکى نه تېز دے، دا په منډه روان دے او هيڅ خوشحالى ورته نۀ ملاويږى.


زما عمر لکه د مازيګر د سورى په شان تير شو، لکه د واښو په شان اوچ شوم.


انسان دے لکه د هوا په شان، د هغۀ عمر تېريږى لکه سورى په شان.


بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.


نو بيا دومره منډې مۀ وهه چې څپلۍ دې وشليږى او مرۍ دې اوچه شى. نو بيا تا ووئيل، چې نه، دا خبرې زما دپاره بې‌فائدې دى، زۀ د غېرو د بُتانو سره مينه کوم، او زۀ به د هغوئ پيروى کوم.“


نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بې‌خُدايه ژوند کولو.


څنګه چې د نمر تاو واښۀ او ګلونه اوچوى او د هغوئ ښائست ختموى، نو دغه شان به مالدار هم سره د خپل ټول کاروبار ختم او د خاورو سره خاورې شى.


خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.


نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.


ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan