4 کله چې زۀ څملم نو وايم چې، زۀ به کله پاڅم؟ خو شپه اوږده وى، او تر سحر پورې په کټ کښې اوړم راوړم.
هغوئ د شپې نه ورځ جوړوى، او رڼا ته تيارۀ وائى.
شپه زما د هډُوکو دپاره د دردونو سبب ګرځى، او چې کوم درد ما خورى په هغې کښې هيڅ کمے نۀ راځى.
زۀ لکه د مازيګر د سورى په شان په ختمېدو يم، او زۀ لکه د مُلخ په شان شړلے شوے يم.
زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى، آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،
ستړے يم ډېر په ژړېدو سره، بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړېدو سره، او بالښت مې لوند شى په اوښکو سره.
ستا نه ټوله شپه سترګې پټولے نۀ شم، زۀ د ډېرې پرېشانۍ نه خبرې کولے نۀ شم.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے يروشلمه، په تا سخت طوفان تېر شو او هيچا هم تسلى درنۀ کړے شوه. زۀ به تا د قيمتى کاڼو نه بيا آباد کړم او ستا بنيادونه به د نيلم کاڼو نه بيا جوړ کړم.
تاسو چې هر څۀ هم ګورئ نو زړونه به مو د يرې نه درزيږى. هر سحر به تاسو د ماښام ارمان کوئ، او هر ماښام به تاسو د سحر ارمان کوئ.