Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بنى آدم په دُنيا کښې سخت محنت نۀ کوى څۀ، او د هغوئ ژوند د مزدور په شان نۀ دے څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 7:1
16 Iomraidhean Croise  

تۀ خپل ګواهان زما خِلاف بيا راتازه کړې، او خپله غصه زما خِلاف زياتوې، تۀ زما خِلاف تازه دم فوجيان رالېږې.


يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،


خو انسانان د مصيبت دپاره داسې پېدا شوى دى لکه چې د اور بڅرکى بره الوځى.


لکه چې غلامان د سورى په ارمان وى، او لکه مزدوران د خپلې تنخواه په طمع وى.


”اے مالِکه خُدايه، زما ژوندون چې څومره دے ما ته راوښايه، چې زما عمر به څومره وى ما ته زما د مرګ نېټه راوښايه، ما ته وښايه چې څومره فانى يم.


هيڅ څوک خپل ځان د مرګ نه نۀ شى بچ کولے او نۀ څوک د اجل ورځ وروستو کولے شى. دا يو داسې جنګ دے چې مونږ ترې نه نۀ شُو خلاصېدلے، او بدعملى يو بدعمله کس د مرګ نه نۀ شى بچ کولے.


او اوس مالِک خُدائ فرمائى، ”پوره په درې کاله کښې به د موآب لوئ مال دولت ختم شى. او د دې د ډېرو خلقو نه به صرف يو څو ژوندى پاتې شى، او هغوئ به ډېر کمزورى وى.“


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”پوره په يو کال کښې دننه دننه به د قيدار شان او شوکت ختم شى.


”حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلى دى. زۀ به تا پينځلس کاله نور ژوندے وساتم.


د يروشلم خلقو سره ډيرې په نرمه ژبه خبرې کوئ. او هغوئ ته ووايئ چې ستاسو د خفګان ورځې ختمې شوې او اوس ستاسو ګناهونه معاف شوى دى. ځکه چې د مالِک خُدائ د لاسه هغوئ ته د خپلو ګناهونو يو په دوه سزا مِلاو شوې ده.“


چا چې هغه اخستے وى د هغۀ سره به خامخا مشوره کوى او هغوئ به د خرڅېدو د وخت نه واخله د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې کالونه وشمېرى او چې کومې پېسې يو مزدور ته ورکولے کيږى د هغې په بنياد به د هغۀ د خلاصېدو قيمت مقرر شى.


کله چې تاسو يو غلام آزادوئ نو خفه کېږئ مه، ځکه چې آخر هغۀ هم د يو مزدور په نيم قيمت شپږ کاله ستاسو خِدمت کړے دے. هم دغه شان کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هر کار کښې تاسو له برکت درکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan