6 چې څۀ څيز بېخونده وى نو هغه د مالګې نه بغېر خوړلے شى څۀ، يا د هګۍ په سپينو کښې څۀ مزه شته؟
ولې غوږونه د خبرو معائنه نۀ کوى لکه څنګه چې ژبه د خوراک خوند معلوموى؟
”زۀ د دې څيزونو نه پخوا خبر يم، او ستاسو خبرې ما له تسلى نۀ راکوى.
ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.
رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى. خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟
ستاسو څۀ خيال دے زۀ دروغ وايم څۀ؟ ستاسو په خيال کښې زۀ په رښتيا او دروغو کښې فرق نۀ شم کولے؟
ولې زۀ د شکايت کولو حق نۀ لرم؟ ولې ځنګلى خرونه او غوَيى آواز نۀ کوى څۀ چې کله هغوئ خوراک نۀ لرى؟
کله چې زۀ دې ته وګورم نو زما لوږه ختمه شى، په داسې خوراک زۀ بيمارېږم.
ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے
د غلې په هره نذرانه باندې مالګه اچوئ، ځکه چې مالګه د خُدائ پاک او ستاسو په مينځ کښې د لوظ نښه ده. (تاسو په خپلو ټولو نذرانو خامخا مالګه اچوئ.)
تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ. کۀ مالګه بېخونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ دا بيا د هيڅ څيز دپاره په کار نۀ راځى او بهر وغورزولے شى او د پښو لاندې کولو جوګه شى.
مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بېخونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟
ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.