4 د هغوئ د بچو دپاره به د پناه هيڅ امکان نۀ وى، او داسې به څوک نۀ وى چې په عدالت کښې يې خلاص کړى.
چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“
اګر چې تا ته پته ده چې زۀ بېګناه يم، او ستا د لاسونو نه مې هيڅ څوک نۀ شى بچ کولے.
د هغوئ د اولاد نه به هغه مال دولت واپس لاړ شى، چې کوم يې د غريبانانو نه اخستے وى.
کۀ د هغوئ اولاد ډېر هم وى، خو د هغوئ بچى به په جنګ کښې او د لوږې نه مړۀ شى.
کۀ ستاسو بچو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وى، نو هغوئ ته به د هغې بدله مِلاو شوې وى.
خلاصون د بدعملو نه لرې دے ځکه چې هغوئ ستا د قانون لټون نۀ کوى
هغه څوک به بختور وى، چې د چا چې تيلۍ د دغه شان غشو نه ډکه وى، نو دوئ به ونۀ شرمولے شى، کله چې دوئ د ښار په دروازو کښې د دشمن سره په مقابله شى.
ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى ټوټې به مې کړى، هيڅ څوک به مې نۀ وى چې د هغوئ نه ما بچ کړى.
يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.
کم عقل هوښيارتيا نۀ شى حاصلولے، ځکه په جرګه کښې د هغۀ خولۀ بنده وى.
ما ته پته ده چې ستاسو جرمونه څومره ډېر دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئې دى. تاسو په صادقانو ظلم کوئ او رشوتونه اخلئ او د غريبانانو سره په عدالت کښې اِنصاف نۀ کوئ.
نو هغه کس دې د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى او د ښار د دروازې سره د جرګې ځائ ته دې لاړ شى او چې څۀ شوى وُو نو هغه دې مشرانو ته بيان کړى. نو بيا به هغه کس له اجازت ورکړى چې ښار ته ورننوځى او د اوسېدو دپاره به يو ځائ ورکړى، نو هغه به هلته اوسيږى.