3 ما دا ليدلى دى چې څۀ کم عقل خلق د لږ وخت دپاره کامياب وى، خو بيا ناڅاپه تباهى ورباندې راشى.
هغوئ د اوبو په سر د زګ په شان فانى وى، د هغوئ په زمکه لعنت وئيلے شوے دے نو په دې وجه خلق د انګورو باغونو ته نۀ ځى.
ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟
ما په خپله خولۀ باندې داسې ګناه نۀ ده کړې چې هغوئ ته مې د مرګ ښېرې کړے وے.
مالِک خُدائ چې چا ته برکت ورکړى دوئ به د زمکې وارثان شى، خو په چا چې لعنت وکړى د دُنيا نه به فنا شى.
د هغوئ کورونه دې وران شى، د هغوئ په خېمو کښې دې د اوسېدو هيڅ څوک پاتې نۀ شى.
بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى، او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى، خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى.
او پطروس ووئيل چې، ”په زبور کښې دا ليکلى دى چې، د هغۀ کور دې وران شى او داسې څوک دې پاتې نۀ شى چې په هغې کښې اوسى. او د هغۀ د مشرۍ مقام دې نورو خلقو ته حواله شى.