10 هغه په زمکه باندې باران ورَوى او هغه پټو ته اوبۀ رالېږى،
کله چې هغۀ د باران دپاره اصُول مقرر کړل، او د تندر دپاره يې يوه لاره مقرره کړه،
ځکه چې هغه نمى اوچتوى، او په باران يې بدلوى،
هغه وريځې جوړوى او په هر چا باران راوروى.
ځکه چې هغه واورې ته وائى چې په زمکه وورېږه، او باران ته وائى چې وورېږه،
هغه آسمان په وريځو کښې پټوى، او هغه په زمکه بارانونه راوروى، او په غرونو او غونډو واښۀ راشنۀ کوى.
په شيبو شيبو باران دې راشروع کړو پاکه خُدايه. ترڅو تۀ خُشکه زمکه کړې تازه او آباده،
کله چې هغه برېښنا ته حُکم وکړى نو په آسمان کښې وريځې په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.
آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.
دوئ هيڅکله خپل ځان سره دا نۀ دى وئيلى چې، راځئ د مالِک خُدائ نه يره وکړُو، څوک چې په مونږ باندې د منى او سپرلى موسم کښې بارانونه راوروى، او هغه مونږ ته د رېبلو موسم په مقرره وخت کښې راولى.
”کله چې ستاسو فصل ته د باران سخت ضرورت وو نو ما د دې ورېدل بند کړل. ما په يو کلى باران وورولو خو په بل کلى مې ونۀ ورولو. په يو پټى باران وشو، خو بل پټے اوچ شو.
هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“