Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 5:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 آواز وکړه، داسې څوک شته چې تا له جواب درکړى؟ داسې يوه فرښته شته څۀ چې د هغې نه مدد وغواړې؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 5:1
12 Iomraidhean Croise  

ګوره، خُدائ پاک په خپلو فرښتو باندې هم اعتبار نۀ کوى، او د هغۀ په نظر کښې آسمانونه هم صفا نۀ دى،


اے خُدايه پاکه، تۀ زما ضمانت وکړه، ځکه چې بل هيڅ څوک به زما ذمه وارى وانۀ خلى.


تر دې پورې چې هغه په خپلو خِدمتګارانو باندې هم اعتماد نۀ کوى، او هغه د خپلو فرښتو کار ته هم غلط وائى،


بيا هغوئ په کېمپ کښې د موسىٰ سره کينه وساتله او د هارون خلاف چې د مالِک خُدائ دپاره مقدس شوے وو کينه وکړله.


په زمکه باندې ټول مؤمنان دى رښتينې شريفان، په دوئ کښې زما خوشحالى ده.


ټول آسمانونه به ستا په لويو معجزو مالِکه خُدايه ثناء ووائى، ستا د فرښتو جماعت به ستا وفادارى ستائى.


اے د لرې مُلکونو خلقو، خاموشۍ سره ما ته غوږ ونيسئ. تيار شئ چې په عدالت کښې خپله مقدمه پېش کړئ، تاسو ته به د خبرو کولو موقع مِلاو شى. راځئ چې په يو ځائ دا فېصله وکړُو چې څوک په حقه دى.


د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ دا خط مقدسينو ته او د عيسىٰ مسيح وفادارو مريدانو ته چې په اِفِسوس کښې دى ليکم.


نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan