3 تا وفرمائيل چې، ”هغه څوک دے چې زما په حِکمت باندې د ناپوهۍ سره شک کوى؟“ هغه زۀ يم، ما د داسې څيزونو خبره کوله چې ما ته يې هيڅ پته نۀ وه، او هغه خبرې زما دپاره ډېرې عجيبه او لوئې وې.
ولې تۀ د خُدائ پاک هغه پټې خبرې معلومولے شې؟ او يا تۀ د قادر خُدائ حد معلومولے شې څۀ؟
د دې پېمانه د زمکې نه اوږده ده، او د سمندر نه پلنه ده.
ګوره، زما سترګو دا هر څۀ ليدلى دى، او زما غوږُونو دا اورېدلى دى او پوهه شوے يم.
”هغه څوک دے چې بغېر د څۀ پوهې نه زما د عقل په حقله تپوسونه کوى؟
هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بېشمېره عجيبه کارونه کوى.
زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.
دغه شان پوهه زما دپاره ډېره حېرانونکې ده، او دا خبره زما د عقل نه لويه ده.
اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بېحسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بېشمېره دى.