9 نه، د دې نيول څۀ فائده نۀ کوى، او کوم ښکارى چې د دې د نيولو کوشش کوى نو هغه به راوغورزولے شى.
هيڅ څوک هم دا جرأت نۀ شى کولے چې کار ورسره وساتى. او د دې په وړاندې څوک ټېنګېدے شى؟
کۀ تۀ خپل لاس د دې سره ولګوې، نو د جنګ په مزه به پوهه شې، او بيا به هيڅکله داسې نۀ کوې.
دا افت به تاسو بار بار وهى او هر سحر به مو وهى. دا به په تاسو شپه او ورځ راځى، تر هغې پورې چې تاسو يې وړى نۀ يئ. دا پېغام به ستاسو په خلقو باندې يره راولى.
لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى.
او دا تکليفونه چې تاسو وينئ نو تاسو به ليونى شئ.
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ په بنى اِسرائيلو کښې داسې څۀ کوم چې هغه به دومره سخت وى چې څوک يې واورى نو حېران به شى.