Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 40:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 40:2
35 Iomraidhean Croise  

زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.


خو زۀ به د قادر خُدائ سره خبره وکړم، او زۀ غواړم چې هغۀ ته خپل ځان بې‌ګناه ثابت کړم.


زۀ به خپله مسئله هغۀ ته وړاندې کړم، او د هغۀ په حضور کښې به ټول عرضونه پېش کړم.


”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، چا چې زما حقُونه اخستى دى، او هغه قادر خُدائ چا چې زما ژوند تريخ کړے دے،


چې څوک په مصيبت کښې وى هغه ولې ژوندى پرېږدى، او چې د چا ژوند د غمونو نه ډک وى نو هغۀ له ژوند ولې ورکوى؟


چې څوک لار نۀ شى ليدلے نو هغۀ له رڼا ولې ورکولے شى، څوک چې خُدائ پاک راګېر کړے وى.


تا ما سره زياتے شروع کړے دے، او د خپل طاقت سره ما له تکليف راکوې.


نو اے کاش چې ما ته چا غوږ نيولے وے. زۀ ليکلى درکوم چې هره يوه خبره رښتيا ده. او قادر خُدائ دې زما فرياد واورى، او زما مخالفين دې ليکلے اِلزام راوړى چې زۀ يې وګورم.


تۀ په خُدائ پاک باندې اِلزام ولې لګوې، وائې چې هغه به زما د يوې خبرې جواب هم ونۀ کړى؟


نو اوس ټينګ شه، او زما د سوال جواب راکړه.


بيا مالِک خُدائ ايُوب ته وفرمائيل،


بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو،


زۀ سمندرى بلا يم څۀ؟ چې ما د نظر لاندې ساتې؟


کۀ يو کس د هغۀ سره لانجه کول وغواړى، نو هيڅ څوک به د هغۀ د زرګونو سوالونو نه د يو جواب هم ورنۀ کړى.


هر څۀ چې کيږى هغه د تقدير ليک وى. دا ډېر د پخوا نه معلومه وه چې د هر يو کس سره به څۀ کيږى. نو خُدائ پاک سره د دې موضوع په حقله بحث کول فضول دى.


ولې مالِک خُدائ ته د چا د مشورې ضرورت وى څۀ؟ چې ورته پوهه ورکړى او د صحيح کارونو طريقه ورته وښائى؟ يا کله چا هغۀ ته عِلم ورکړے دے چې د ښۀ عِلم تېرولو چل ورته وښائى؟


څوک چې ما ته صداقت ښائى هغه نزدې دے، څوک دا جرأت کولے شى چې په ما اِلزامونه ولګوى؟ زما مخالف چرته دے چې په ما اِلزام ولګوى. هغه دې رامخامخ شى.


اے بابليانو، ما تاسو ته لټ کېښودلو، خو تاسو پرې خبر نۀ وئ خو په کښې ګرفتار شوئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خلاف جنګ وکړو.


”ستاسو خلقو د اِسرائيل د مُلک په حقله د دې متل د وئيلو نه څۀ مطلب دے چې وائى، تراوۀ انګور يې پلار وخوړل، او غاښونه يې د بچو په برېښ شُو؟


هغوئ چې مزدورى واخسته نو د باغ مالِک ته وغورېدل چې


يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟


ځکه چې، ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟“ خو مونږ د مسيح عقل لرو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan