Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 4:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 4:9
13 Iomraidhean Croise  

غوږ ونيسه، مالِک خُدائ به په بادشاه باندې يوه افواه واوروى نو هغه به واپس خپل مُلک ته لاړ شى او مالِک خُدائ به يې هلته په چا ووژنى.“


چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“


هغوئ به د تيارې نه ونۀ تښتى، لمبې به د هغوئ څانګې وسوزوى، او د هغوئ ژوند به داسې ختم شى لکه چې هوا د ګلونو غوټۍ ختموى.


خپل ځان په قهر کړه، هر يو مغرور سړى ته ګوره او هغه سپک کړه،


هغوئ ټول په خاورو کښې ښخ کړه، او هغوئ قبر کښې قېد کړه.


اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.


خو تا پوکے ورکړو او درياب هغوئ ډُوب کړل، مِصريان په زورَورو اوبو کښې د سيکې په شان ډُوب شول.


تا درياب پو کړو او اوبۀ اوچتې راغونډې شوې، سېلابونه د دېوال په شان نېغ ودرېدل، او د درياب په بېخ کښې اوبۀ کلکې شوې.


هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بې‌اسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.


ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.


کله چې د مالِک خُدائ هوا وچليږى نو واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، نو داسې دا د خلقو دپاره هم ده.


او بيا به هغه بې‌دينه کس راڅرګند شى، او مالِک عيسىٰ به يې د خپلې خولې په پوکى تباه کړى، او د خپلو راتلو په جلال به يې تباه کړى.


نو توبه وباسه، کۀ نه نو زۀ به زر راشم او په هغه تُوره به د هغوئ سره جنګ وکړم کومه چې زما د خولې نه راوځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan