8 چې څومره ما ته پته ده، چې چا دا بېاِنصافى کړې ده چې چا مصيبت کَرلے دے، نو هغۀ مصيبت رېبلے دے.
هغوئ دې نور خپل ځان په فانى مالدارۍ باندې نۀ دوکه کوى، ځکه چې هغوئ به تش لاس پاتې شى.
داسې خلق نورو ته د نقصان رسولو په سوچ کښې وى، هغوئ شېطانى کوى او د هغوئ زړونه د دوکې نه ډک وى.“
نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى.
کۀ څوک نا اِنصافى کَرى نو مصيبت به وريبى، او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى.
خو چې کله تاسو کَرلى وى نو کۀ هم په هغه سحر دا غوټۍ او ګلونه هم شى، نو هيڅ پېداوار به يې نۀ وى. تشه بيمارى او لاعلاجه درد به درته ملاويږى.
اے يهوداه، ستا خپل چال چلن دا مصيبت په تا نازل کړے دے. دا ستا سزا ده. او دا څومره ترخه ده. او دا څومره زړۀ سورے کوونکې ده.“
هغوئ د هوا تخم کَرى، او د طوفان فصل به رېبى. د غلې فصل ولاړ دے خو وَږى په کښې نۀ ښکارى نو د خوراک مِلاوېدو په کښې څۀ امکان نشته. خو کۀ څۀ غله په کښې وى هم، نو د پردى مُلک خلق به يې وخورى.
خو ياد ساتئ څوک چې لږه کرونده کوى هغه به لږه رېبى، او چې څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته رېبى.