7 اوس دا سوچ وکړه، داسې څوک شته چې بېګناه وى او تباه شى؟ او داسې څوک صادق شته چې تباه شوے وى؟
هغه بدعمله خلق ژوندى نۀ پرېږدى، خو مظلومانو له خپل حق ورکوى.
هغه د صادقانو حفاظت کوى، او د بادشاهانو سره يې په تخت کښېنوى او د تل دپاره عزت ورکوى.
ګوره، خُدائ پاک به يو بېداغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى.
ځوان ومه، بوډا شومه، صادقان مې بېاسرى ليدلى نۀ دى، او د هغوئ بچى مې د روټۍ په سوال ليدلى نۀ دى.
ما په خپل بېفائدې ژوند کښې هر څۀ ليدلى دى، يو صادق باوجود د خپل صداقت نه هم تباه شى او يو بدعمله په خپله بدعملۍ کښې اوږد عُمر تېر کړى.
کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“
نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى،