5 خو اوس مصيبت په تا باندې راغلے دے او تۀ وارخطا يې، چې دا تا له درنزدې شى نو تۀ پرېشانه شې.
خو کۀ تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“
اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم.
خو کۀ د هغۀ په بدن باندې تکليف راولې، نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“
ستا ډاډګيرنې خلق په خپلو پښو ودرولى دى. کوم خلق چې په غورزېدو وُو هغوئ يې نېغ کړى دى.
يو کس له په کار وى چې په خپل کمزورى دوست باندې رحم وکړى، خو تاسو سره د قادر خُدائ يره نۀ وى او په ما اِلزام لګوئ.
اے مالِکه خُدايه، ما تا ته ژړا او فرياد وکړو ما مالِک ته د رحم سوال وکړو او ومې وئيل،
کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.
نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.
نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى.
په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بېهمته نۀ شئ.
او تاسو هغه نصيحت هېر کړے دے چې تاسو له د زامنو په شان په دې ټکو درکړے شو چې، ”زما زويه، د مالِک تنبيه سپکه مۀ ګڼه، چې هر کله چې هغه تا ملامتوى، نو بېزړۀ کېږه مه.