Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 4:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 په نيمه شپه ما يو يروونکے خوب وليدو، دا په هغه وخت وو چې خلق په دروند خوب اودۀ وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 4:13
15 Iomraidhean Croise  

چې کله نمر په پرېوتو شو، په ابرام يو دروند خوب راغلو او يره او توره تيارۀ هم پرې راغله.


بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو.


خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“


هغۀ په خوب کښې وليدل چې يوه پوړۍ د زمکې نه آسمان پورې ختلې ده او دا يې هم وليدل چې د خُدائ پاک فرښتې په دې باندې بره ښکته، ختلې او راکوزېدلې.


په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو او هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“


د شپې خُدائ پاک په خوب کښې د هغۀ سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”يعقوبه، يعقوبه.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ حاضر يم.“


يره او لړزان په ما باندې راغلل، چې دې زما ټول بدن وخوځولو.


نو بيا ما واورېدل چې هغۀ خبرې کولې، او څنګه چې ما هغۀ ته غوږ ونيولو، زۀ بې‌هوشه شوم، په زمکه پړمخې پرېوتلم.


په هم هغه شپه دا راز په رويا کښې دانيال ته څرګند شو. نو بيا دانيال د آسمانى خُدائ پاک ثناء صِفت بيان کړو


ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم.


کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، زۀ بې‌هوشه وم، په زمکه پړمخې پروت وم. بيا هغۀ زۀ ونيولم او په خپلو پښو يې ودرولم.


او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan