12 اوس ما ته پټ پټ يو خبر راغلو، او زما غوږُونو ته د دې غلے شان آواز راغلو.
ګوره، زما سترګو دا هر څۀ ليدلى دى، او زما غوږُونو دا اورېدلى دى او پوهه شوے يم.
دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى. خو داسې څوک شته چې ورته د هغۀ د دروند آواز د زور پته لګى؟“
کله چې بنى آدم په خوب اودۀ وى او هغه خوب وينى يا رويا وينى،
خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل، نو ما بار بار واورېدل، چې خُدائ پاک زورَور دے،
ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.