9 ولې ځنګلى غوَيے به تا پرېږدى چې کار ترېنه واخلى؟ هغه به ستا په اخور کښې شپه تېره کړى څۀ؟
ولې تۀ يو ځنګلى غوَيے د يوې دپاره تړلے شې؟ دا به ستا دپاره يو پټے يوه کړى څۀ؟
دا غرونو ته ځى چې دا يې د څرن زمکه شى، او هر يو شين بوټے د خوراک دپاره لټوى.
د زمرو د خولې نه ما راوباسه، او ما د ځنګلى غوَيانو د ښکرو نه په امان کړه.
هغه د لبنان غرونه په ټوپونو کوى د سخى په شان، هغه د حرمون غر په ټوپونو کوى لکه د ځوان ځنګلى غوَيى په شان.
لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے. په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم.
غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“
خلق به د ځنګلى غوَيى او د سخو په شان راوغورزيږى او زمکه به په وينه سره وى او په وازګه به پټه وى.
خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، هغوئ د يو ځنګلى غوَيى په شان طاقت لرى.
يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“