3 نو اوس ټينګ شه، او زما د سوال جواب راکړه.
د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخىاب نه وړاندې منډې وهلې.
کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.
بيا ما ته آواز وکړه او زۀ به جواب درکړم، يا ما له اجازت راکړه چې خبرې وکړم او تۀ ما له د هغې جواب راکړه.
څوک خُدائ پاک ته ښودنه کولے شى، هغه خُدائ پاک ته چې د غټو مرتبو لرونکو خلقو هم عدالت کوى؟
”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“
”نو اوس ورته ټينګ شه، زۀ به ستا نه تپوس وکړم او تۀ به ما له جواب راکړې.
تا وفرمائيل چې، ”ما ته غوږ ونيسه او زۀ به وايم، زۀ به تپوس کوم او تۀ به ما له جواب راکوې.“
دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ، ستاسو په پښو به پېزار وى او ستاسو په لاسونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے.
هغه خپل کار په ډېر محنت او د زړۀ نه کوى، او د هغې مټې د خپل کار پوره کولو دپاره مضبوطې وى.
نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.