2 ”هغه څوک دے چې بغېر د څۀ پوهې نه زما د عقل په حقله تپوسونه کوى؟
خو زۀ هم ستاسو په شان پوهه لرم، زۀ ستاسو نه کم نۀ يم، چې تاسو څۀ وايئ نو په دې باندې هر څوک پوهيږى.
کۀ داسې نۀ وى نو څوک به ما دروغژن ثابت کړى، او چې ښکاره کړى چې زۀ څۀ وايم نو هغه تشې خبرې دى؟“
تا يو کم عقل کس له څنګه مشوره ورکړه، او نصيحت دې ورته وکړو.
زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طاقت په حقله ښودنه وکړم، څۀ چې د قادر خُدائ سره وى نو زۀ به هغه نۀ پټوم.
”ايُوب د جهالت خبرې کوى، د هغۀ خبرې د کم عقلتوب نه ډکې دى.“
ايُوبه، تۀ فضول خبرې کوې، او لکه د يو بېوقوف په شان خبرې کوې.“
تا وفرمائيل چې، ”هغه څوک دے چې زما په حِکمت باندې د ناپوهۍ سره شک کوى؟“ هغه زۀ يم، ما د داسې څيزونو خبره کوله چې ما ته يې هيڅ پته نۀ وه، او هغه خبرې زما دپاره ډېرې عجيبه او لوئې وې.
دوئ غواړى چې د شريعت اُستاذان جوړ شى، خو هغوئ په خپلو خبرو نۀ پوهيږى چې څۀ وائى خو بيا هم ډېر ډاډه لګيا وى.